Slider image

مولوي محمدیوسف "مستري"

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ پيغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو وطنوالو! زندان هغه ځای دی، چې د عدلي او قضايي بنسټونو تر رسمي او قانوني پرېکړې وروسته د مجرمينو ازادي په کې سلب او وجودي فلسفه يې دا ده، تر څو هغوی چې د هر دليل له امله مجرمانه عمل ترسره او بنديان شوي، باید په زندان کې ورته لازمې اصلاحي او د بيا روزنې زمینې برابرې شي. د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، څو هم په خپله او هم د بشري حقونو له نړيوالو همکارو بنسټونو او ارګانونو سره په ګډه د زندانيانو د بشري حقونو د رعايتولو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي. همداشان، دغه اداره د قانون د تنفيذ، د نظم راوستلو او د بنديانو ترمنځ د ګډ سوله ييز ژوند پروړاندې ځان مسؤل ګڼي. دغه راز، موږ ژمن یو چې د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې نارینه او ښځینه زندانیانو لپاره د ځانګړو لنډمهالو او اوږدمهالو ښوونیزو او روزنیزو برنامو د عملي کولو، کارځایونو او فابریکو جوړولو کچه لوړه کړو، څو دوی وکولی شي د حبس مودې له پوره کېدو وروسته ځان، کورنۍ او ټولنې ته ګټه ورسوي. په درنښت

مولوي محمدیوسف "مستري"

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس

Invalid Dateد معرفي په مراسمو کې

خدمتونه

د زندانونو د چارو د سمون ادارې د خدماتو برخه د ادارې اړوند رسمي خبرتیاوې، اعلامیې، تازه معلومات او د زندانونو د چارو د سمون، اصلاح او پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کوي. دا برخه د رسنیو، هېوادوالو، اړوندو ادارو او نړیوالو همکارانو لپاره د باوري او رسمي معلوماتو د ترلاسه کولو یوه معتبره سرچینه ده.

د زندان وضیعت

ټول وګورئ

prison status

130%Total
د ښه والي په حال کې
50%
حالت یې بدل شوی
10%
تازه راوړل شوي
20%
نور حالتونه
10%
ټول زندانیان
40%

عکسونه او ویډیوګانې

Video thumbnail
6 Jul 2026

د زندانونو چارود تنظیم ادارې اړوند د۳۳ ولایتونو د زندانونو مسوولینو ته۱۵ ورځینی سمینار پای ته ورسېده

Video thumbnail
6 Jul 2026

عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله مرکزي محبس څخه ارزونه وکړله

Video thumbnail
23 Jun 2026

د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارود تنظیم ادارې څخه د ارزونې په موخه لیدنه وکړه

Video thumbnail
21 Jun 2026

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او د ۳۳ ولایتونو مسوولینو ته ۱۵ ورځینی سمینار پیل شو

Video thumbnail
13 Jun 2026

د بېړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

Video thumbnail
13 Jun 2026

د بېړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د وزارت ټولنیزې اړیکې