د وزیر بیانیه
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هېوادوالو! د معلوماتو لاسرسی د ولس او حکومت ترمنځ اړيکې پياوړې کوي. موږ په کانونو او پټروليم وزارت کې ژمن يو چې دا اړيکه د شفافيت او حساب ورکونې له لارې لا نوره پیاوړې کړو. کله چې ولس معلوماتو ته لاسرسی ولري، باور پيدا کېږي. شفافيت يوازې يو اصل نه دی، بلکې زموږ مسئوليت دی چې د هېواد د زېرمو عادلانه کارونې او فساد سره د مبارزې لپاره يې تعقيب کوو. موږ باور لرو چې خلاص حکومت، پياوړی ملت زېږوي. ستاسې په همکارۍ به د افغانستان د کانونو سکټور ته روڼتيا، پرمختګ او دوامداره پراختيا راولو. په درناوي،
الحاج ملا هدایت الله بدري
د زیږون ځای او نیټه
کابل، افغانیستان, د ۱۴۰۰ کال د وږي ۱۸
۱۴۰۲ سلواغه ۸